Nothing Special   »   [go: up one dir, main page]

Jump to content

وارسا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
وارسا
Warszawa (پولينډي)[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نښان
اړوند
پلازمېنه د
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وګړو شمېر
  لړۍ...
۱٬۸۶۰٬۲۸۱[۳] — ۱٬۷۵۳٬۹۷۷[۴][۵] — ۱٬۷۰۰٬۵۳۶ — ۱٬۶۹۴٬۸۲۵ — ۱٬۶۷۶٬۶۰۰ — ۱٬۷۰۷٬۱۰۰ — ۱٬۶۱۱٬۸۰۰ — ۱٬۵۹۶٬۱۰۰ — ۱٬۴۳۶٬۱۰۰ — ۱٬۳۱۵٬۶۰۰ — ۱٬۱۳۹٬۲۰۰ — ۱٬۰۰۰٬۰۰۰ — ۴۲۲٬۰۰۰ — ۱٬۳۰۰٬۰۰۰ — ۱٬۰۰۳٬۰۰۰ — ۶۸۶٬۰۰۰ — ۳۸۳٬۰۰۰ — ۱۶۳٬۶۰۰ — ۱۳۹٬۷۰۰ — ۶۳٬۴۰۰ — ۳۰٬۰۰۰ — ۶۳۸٬۰۰۰ — ۲۵٬۰۰۰[۶] — ۴۰٬۰۰۰[۶] — ۱۰۰٬۰۰۰[۶] — ۱٬۷۴۴٬۳۵۱[۷] — ۱٬۷۶۴٬۶۱۵[۸] — ۱٬۷۷۷٬۹۷۲[۹] — ۱٬۷۹۰٬۶۵۸[۱۰][۱۱][۱۲] — ۱٬۷۳۵٬۴۴۲[۱۳] — ۱٬۷۲۴٬۴۰۴[۱۴] — ۱٬۷۱۵٬۵۱۷[۱۵] — ۱٬۷۰۸٬۴۹۱[۱۶] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پکي شاملې اداري سیمې
  لړۍ...
Śródmieście (en) ژباړلBiałołęka (en) ژباړلBemowo (en) ژباړلBielany (en) ژباړلMokotów (en) ژباړلPraga-Południe (en) ژباړلUrsynów (en) ژباړلWola (en) ژباړلTargówek (en) ژباړلOchota (en) ژباړلWawer (en) ژباړلPraga-Północ (en) ژباړلUrsus (en) ژباړلŻoliborz (en) ژباړلWłochy (en) ژباړلWilanów (en) ژباړلWesoła (en) ژباړلRembertów (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
رسمي ژبه
د حکومت مشر
وګړنوم
  لړۍ...
warszawianin[۱۷]warszawianka[۱۸]warszawiak[۱۹]VarsovianovarsóivarssavlaneVarsovien[۲۰]Varsovienne[۲۰]WarschauerWarschauer[۲۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
غړی د
اداري سیمه
ماسوویان (۱۹۹۹ – ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
ځایناستی د
اړين مالومات
مهمې پېښې
کچه او لوړوالی
د ځای کچه
۵۱۷ كيلومتر مربع[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
جوړښت
جایزې
نور مالومات
وېب‌پاڼه
um.warszawa.pl (پولينډي ژبه، انګليسي ژبه) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
پوسټ‌کوډ
00-000 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
کورډي‌نېشن
۵۲°۱۳′۴۸″شمال ۲۱°۰۰′۴۰″ختیځ / 52.23°شمال 21.0111°ختيځ / 52.23; 21.0111 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

وارسا، چې رسمي نوم یې د وارسا د پلازمینې ښار دی، د پولنډ پلازمینه او تر ټولو ستر ښار دی. دا ستر ښار د پولنډ په ختیځ مرکزي سیمه کې د ویسټولا د سیند پر سر پروت دی او د وګړو شمېر یې په رسمي توګه ۱.۸ میلیون وګړو او په پراخ میتروپولیټن سیمه کې ۳.۱ میلیون وګړو ته رسیږي، چې په دې سره په اروپايي ټولنه کې وارسا د زیات وګړو لرونکو پلازمینو په کتار کې په ۷ ځای راځي. د دې ښار مساحت ۵۱۷ کیلومتر مربع (۲۰۰ مایل مربع) ده او ۱۸ برخې لري، په داسې حال کې چې ښاري سیمه ۶۱۰۰ کیلومتر مربع (۲۳۵۵ مایل مربع) ده. وارسا یو نړیوال الفا ښار، یو ستر کلتوري، سیاسي او اقتصادي مرکز او د دې هېواد پلازمینه ده. د دې ښار لرغوني تاریخي سیمه د یونیسکو د نړیوال میراث په فهرست کې شامل دی.[۲۶][۲۷][۲۸]

د وارسا رېشه په مازوویا کې د کب نیوونې یوه واړه ښار ته ورګرځي. دغه ښار د شپاړسمې پېړۍ په وروستیو کې، کله چې درېیم زیګیزمونډ تصمیم ونیو چې د پولنډ پلازمېنه او سلطتني دربار له کراکوف څخه وارسا ته ولیږدوي، شهرت وموند. وارسا تر ۱۷۹۵ ز کال پورې د پولنډ-لیتوانیا د ټولګټو هېواد پلازمېنه وه او له هغه را وروسته بیا د ناپلیون د وارسا د ډوک پلازمېنه وه. نولسمې پېړۍ او صنعتي انقلاب د دې ښار د اوسېدونکو شمېر زیات کړ او په دې سره دا د اروپا یو له تر ټولو زیاتو وګړو لرونکو ښارونو څخه شو. له هغه را وروسته کله چې وارسا د خپلې ښایسته معمارۍ او بلوارونو له کبله مشهور شوی و، په ۱۹۳۹ ز کال کې د دویمې نړیوالې جګړې په پیلیدو سره بمبار او محاصره شو. د دې ښار زیاتره تاریخي سیمې په ۱۹۴۳ ز کال کې د ګیټو د پاڅون او په ۱۹۴۴ ز کال کې د وارسا د عمومي پاڅون په ترڅ کې په سیستماتیک ډول سره ویجاړ او د هغه متنوع جمعیت له منځه ولاړ.[۲۹]

په وارسا کې دوه نړیوال هوايي ډګرونه فعالیت لري، چې تر تولو ډېر بېروبار لرونکی یې د وارسا شوپن دی او د وارسا موډلین هوايي ډګر بیا د ارزان قیمته هوايي شرکتونو لپاره ځانګړی شوی دی. په دې ښار کې د عامه ترانسپورت په فعالو خدماتو کې د وارسا مترو، بس، ښاري ریل ګاډی او د تراموا پراخه شبکه شاملیږي. دغه ښار د څېړنې او پراختیا، د سوداګرۍ د بهیر د اوټ سورس کولو او د معلوماتي تیکنالوژۍ د اوټ سورس کولو یو عمده مرکز دی. د وارسا د اسعارو د راکړې ورکړې مرکز په مرکزي او ختیځه اروپا کې تر ټولو ستر او ډېر مهم مرکز دی. Frontex او د بهرنیو پولو د امنیت لپاره د اروپايي ټولنې اداره او همداشان ODIHR، کوم چې په اروپا کې د امنیت او همکارۍ د موسسې اصولي ادارې دي، د دې ټولو مرکزونه په وارسا کې دي. له فرانکفورټ او پاریس سره یو ځای، وارسا په اروپايي ټولنه کې له هغو ښارونو څخه ده چې زیات شمېر دنګې ودانۍ لري، په داسې حال کې چې د وارسو ماڼۍ تر ۲۰۲۲ ز کال پورې په اروپايي ټولنه کې یوه له تر ټولو جګه ودانۍ ده.[۳۰][۳۱][۳۲]

په دغه ښار کې د پولنډ د علومو اکاډمي، د فیلارمونیک ملي ارکسټر، د وارسا پوهنتون، د وارسا د تکنالوجۍ پوهنتون، ملي موزیم، د زاختا د هنرونو ګالري او د وارسا ستر تیاتر موقعیت لري چې دا تیاتر په نړۍ کې یو له تر ټولو سترو تیاترونو څخه ګڼل کېږي. بیارغول شوی لرغونی ښار، چې د هر ډول معمارۍ سبک او د اروپايي تاریخې دورې بېلګې په ځان کې لري، په ۱۹۸۰ ز کال کې د یونیسکو له خوا د نړیوال میراث په توګه ثبت شو. د معمارۍ اصلي نورې جاذبې عبارت دې له سلطنتي کلا او د پاچا زیګیزمونډ سمبولیکه پایه، د ویلانوف ماڼۍ، په جزیره کې جوړه شوې ماڼۍ، د سنټ جان جامع کلیسا، د اصلي بازار څلورلارې او همداشان بې شمېره کلیساګانې او عمارتونه چې د سلطنتي واټ پر غاړه ودانې شوي دي. وارسا له رونق څخه ډک هنرونه او د کلپ ځایونه، خوندور رستورانتونه او سترې ښاري شنې سیمې لري، چې د دې ښار یو پر څلورمه خاوره کې پارکونه جوړ شوي دي.[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

نوم او نښان

[سمول]

په پولنډي ژبه کې د وارسا نوم Warszawa ده. په نورو پخوانیو نومونو کې کېدای شي د Warszewa، Warszowa، Worszewa یا Werszewa نومونه شامل واوسي. د همدې نوم اصلي سرچینه ناڅرګنده ده او تر اوسه په دې اړه کوم معلومات نشته. په اصل کې Warszawa د هغه کوچني هستوګنځي نوم و چې د ویستولا سیند پر غاړه به یې کبان نیول. یوه تیوري وايي چې Warszawa یعنې «په Warsz پورې تړلی»، Warsz د زړې پولنډې ژبې له مخې د Warcisław د نوم مذکر لنډ شوی نوم دی، چې د ایتمولوژي د علم له اړخه له Wrocław سره تړلی دی. که څه هم د پای -awa توري د یوه ستر ښار لپاره په ځای نه ښکاري؛ د پولنډ د ښارونو نومونه له شخصي نومونو څخه را اخیستل شوي دي، چې په معمول ډول په -ów/owo/ew/ewo سره پای ته رسیږي ( د بېلګې په توګه Piotrków یا Adamów).[۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

عامیانه ایتمولوژي د دې ښار نوم له Wars او Sawa سره تړلی بولي. په دې اړه ګڼ روایتونه شته، چې د یوه روایت له مخې، ساوا یوه سمندري پري وه چې په ویسټولا کې یې ژوند کاوه او د وارس په نوم کب نیوونکي زړه پرې وبایلود. په حقیقت کې، Warsz د ۱۲مې/۱۳مې پېړۍ یو اشراف و، چې د نننۍ ورځې مارینشتات په سیمه کې د یوه کلي څښتن و. د ښار رسمي بشپړ نوم miasto stołeczne Warszawa (د وارسا ولایت مرکز) دی.

د وارسا د ښار اصلي اوسېدونکې ته Varsovian وايي، چې په پولنډي ژبه کې warszawiak،  warszawianin(نارینه)، warszawianka (ښځینه) او warszawiacy او  warszawianie(جمع) نومونه دي.

تاریخ

[سمول]

۱۳۰۰- ۱۸۰۰کلونه

[سمول]

د نننۍ ورځې د وارسا په سیمه کې تر ټولو لومړنی پخه او کلکه هستوګن سیمه په بروډنو (۹/۱۰ پېړۍ) او جازډو (۱۲/۱۳ پېړۍ) کې و. د نږدې قبایلو او ډوکانو له بریدونو وروسته، د کب نیوونې په یوه واړه کلي (وارشزووا) کې یو بل نوی پوخ ښار جوړ شو. د پلوک شهزاده، د ماسویا دویم بلوسلاو، د نننۍ ورځې عصري ښار د ۱۳۰۰ ز کال شاوخوا جوړ کړ او تر تولو لومړنی تاریخي سند چې د یوې کلا د شتون خبره تاییدوي، ۱۳۱۳ ز کال ته ورګرځي. په ۱۹۳۰ ز کال کې د سنټ جان د جامع کلیسا په بشپړیدو سره، وارسا د مازویا د ډوکانو پر یوې څوکۍ باندې بدل شو او په ۱۴۱۳ ز کال کې په رسمي ډول د مازویا د ډوکانو پلازمېنه شوه. له هغه وروسته د دې ښار اقتصاد زیاتره پر لاسي صنایعو یا سوداګرۍ باندې ولاړ و او هغه وخت په دې ښار کې نږدې ۴۵۰۰ کسانو ژوند کاوه.[۴۱]

د پنځلسمې پېړۍ په اوږدو کې، د دې ښار اوسېدونکو له دې ځایه کډه وکړه او د ښار د شمالي دیوال خوا ته خواره واره شول چې یوه خپلواکه سیمه یې جوړه کړه او د دې ښار نوم نوی ښار کېښود. شته لرغونی ښارګوټی بالاخره د لرغوني ښار په نوم مشهور شو. دې دواړو ښارونو د ښار منشور او خپلواکې شوراګانې درلودي. له دې نوي ښار څخه د جوړیدو موخه، زاړه ښار ته د نویو کسانو راتګ و چې اجازه یې نه درلوده تر څو په زاړه ښار کې ژوند وکړي، په تېره بیا یهودان. د دې دواړو ښارونو تر منځ ټولنیز او مالي اختلافات په ۱۵۲۵ ز کال کې د لنډې مودې جګړو لامل شو. د درېیم یانوش له ناڅاپي مړینې او د سیمه ییزو ډوکانو له انقراض نه وروسته، مازویا په ۱۵۲۶ ز کال کې د پولنډ له پاچاهي سره یو ځای شو. د پولنډ د لومړي زیګزیمونډ ښځه، بونا سفورزا، پر وارسا باندې د پولنډ د واک چلولو په خاطر ډوک ته د زهرو په ورکولو له پراخ تور سره مخ شوه.[۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰۰ ۱٫۰۱ ۱٫۰۲ ۱٫۰۳ ۱٫۰۴ ۱٫۰۵ ۱٫۰۶ ۱٫۰۷ ۱٫۰۸ ۱٫۰۹ ۱٫۱۰ ۱٫۱۱ ۱٫۱۲ ۱٫۱۳ ۱٫۱۴ ۱٫۱۵ ۱٫۱۶ ۱٫۱۷ ۱٫۱۸ ۱٫۱۹ ذکر کېدنه: Internetowa encyklopedia PWN. Online PWN Encyclopedia ID: 3994074. Retrieved: ۶ اکتوبر ۲۰۲۴. ليکوال: group of authors. اثر ژبه: پولينډي ژبه.
  2. سرچينې تړی: https://doksite.de/map/?loc=Warschau.
  3. سرچينې تړی: https://bdl.stat.gov.pl/api/v1/data/localities/by-unit/071412865011-0918123?var-id=1639616&format=jsonapi. File format: JSON. Retrieved: ۷ اکتوبر ۲۰۲۲.
  4. سرچينې تړی: https://web.archive.org/web/20170616104000/https://stat.gov.pl/obszary-tematyczne/ludnosc/ludnosc/. Retrieved: ۳ اگسټ ۲۰۲۰.
  5. سرچينې تړی: https://www.polskawliczbach.pl/Warszawa. Retrieved: ۳ اگسټ ۲۰۲۰.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ۶٫۲ ذکر کېدنه: '. Page(s): 55. Publisher: State Publishing Institute PIW. اثر ژبه: پولينډي ژبه. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۹.
  7. سرچينې تړی: http://stat.gov.pl/obszary-tematyczne/ludnosc/ludnosc/ludnosc-stan-i-struktura-ludnosci-oraz-ruch-naturalny-w-przekroju-terytorialnym-stan-w-dniu-31-grudnia-2015-roku,6,19.html. Retrieved: ۳ اگسټ ۲۰۲۰.
  8. سرچينې تړی: https://stat.gov.pl/obszary-tematyczne/ludnosc/ludnosc/ludnosc-stan-i-struktura-oraz-ruch-naturalny-w-przekroju-terytorialnym-w-2017-r-stan-w-dniu-31-xii,6,23.html. Retrieved: ۳ اگسټ ۲۰۲۰.
  9. سرچينې تړی: https://stat.gov.pl/obszary-tematyczne/ludnosc/ludnosc/ludnosc-stan-i-struktura-oraz-ruch-naturalny-w-przekroju-terytorialnym-w-2018-r-stan-w-dniu-31-xii,6,25.html.
  10. سرچينې تړی: https://bdl.stat.gov.pl/.
  11. سرچينې تړی: https://www.polskawliczbach.pl/Warszawa.
  12. سرچينې تړی: http://www.um.warszawa.pl/warszawa-w-liczbach.
  13. سرچينې تړی: https://web.archive.org/web/20160627233816/http://stat.gov.pl/obszary-tematyczne/ludnosc/ludnosc/ludnosc-stan-i-struktura-ludnosci-oraz-ruch-naturalny-w-przekroju-terytorialnym-stan-w-dniu-31-xii-2014-r-,6,17.html.
  14. سرچينې تړی: https://web.archive.org/web/20160714075352/http://stat.gov.pl/obszary-tematyczne/ludnosc/ludnosc/ludnosc-stan-i-struktura-ludnosci-oraz-ruch-naturalny-w-przekroju-terytorialnym-stan-w-dniu-31-xii-2013-r-,6,16.html.
  15. سرچينې تړی: https://web.archive.org/web/20140426005824/http://stat.gov.pl/obszary-tematyczne/ludnosc/ludnosc/stan-i-struktura-ludnosci-oraz-ruch-naturalny-w-przekroju-terytorialnym-w-2012-r-stan-w-dniu-31-xii-2012-r-,6,11.html.
  16. سرچينې تړی: https://stat.gov.pl/obszary-tematyczne/ludnosc/ludnosc/ludnosc-w-gminach-wedlug-stanu-w-dniu-31-12-2011-r-bilans-opracowany-w-oparciu-o-wyniki-nsp-2011,2,1.html. Retrieved: ۳ اگسټ ۲۰۲۰.
  17. سرچينې تړی: https://sjp.pwn.pl/so/warszawianin;4528258.html.
  18. سرچينې تړی: https://sjp.pwn.pl/so/warszawianka;4528260.html.
  19. سرچينې تړی: https://sjp.pwn.pl/so/warszawiak;4528257.html.
  20. ۲۰٫۰ ۲۰٫۱ سرچينې تړی: http://cnig.gouv.fr/wp-content/uploads/2020/02/CNT-PVM_r%C3%A9vis%C3%A9_2020-01-27-1.pdf.
  21. سرچينې تړی: https://vrttaal.net/taaladvies-taalkwestie/warschau.
  22. سرچينې تړی: https://www.ovpm.org/wp-content/uploads/2024/03/liste-villes-en-regle-pour-page-web12-03-2024.pdf. Retrieved: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۳. Archive URL: https://web.archive.org/web/20240528143447/https://www.ovpm.org/members/cities/.
  23. ۲۳٫۰ ۲۳٫۱ ۲۳٫۲ ۲۳٫۳ ذکر کېدنه: Encyklopedia Warszawy. Publisher: Polish Scientific Publishers PWN. اثر ژبه: پولينډي ژبه. خپرېدو نېټه: ۱۹۷۵.
  24. سرچينې تړی: http://eprints.hist.pl/243/1/1959-04-24_nr2.pdf.
  25. "Museum of Polish History".
  26. "Journal of Laws of Poland, position 1817, 2018". Archived from the original on 30 August 2021. نه اخيستل شوی 30 August 2021.
  27. "The World According to GaWC 2020". GaWC – Research Network. Globalization and World Cities. Archived from the original on 24 August 2020. نه اخيستل شوی 31 August 2020.
  28. "Population on 1 January by age groups and sex – functional urban areas". Eurostat. Archived from the original on 3 September 2015. نه اخيستل شوی 6 February 2017.
  29. "Warsaw – Phoenix City Rebuilt From the Ashes". youramazingplaces.com. 26 December 2014. Archived from the original on 24 December 2015. نه اخيستل شوی 17 September 2015.
  30. "Warsaw Stock Exchange, Poland, stocks, investing online – Fio bank". Archived from the original on 9 April 2017. نه اخيستل شوی 9 April 2017.
  31. "Warsaw: The Region's Key Market". Warsaw Capital Market Summit 2015. Archived from the original on 8 December 2015. نه اخيستل شوی 29 October 2015.
  32. James Newman, ed. (2015). "Europes Top Skyscraper Cities". The Top 500. SkyscraperNews.com. Archived from the original on 24 September 2015. نه اخيستل شوی 20 October 2015.
  33. "The Grand Theater in Warsaw: one of the largest theatres in Europe and one of the biggest stages in the world –". communications-unlimited.nl. 27 May 2016. Archived from the original on 6 April 2020. نه اخيستل شوی 14 November 2017.
  34. WorldlyTraveller (10 May 2016). "Warsaw, City of Classical Music and Varied Architecture in Poland – Worldly Resort". Archived from the original on 10 May 2016. نه اخيستل شوی 9 April 2017.
  35. Skoczeń, Paulina. "Warsaw is a green city". Archived from the original on 9 April 2017. نه اخيستل شوی 9 April 2017.
  36. Charly Wilder (23 December 2015). "36 Hours in Warsaw, Poland". The New York Times. Archived from the original on 28 December 2015. نه اخيستل شوی 29 December 2015.
  37. Samuel Bogumił Linde, Slownik jẹzyka polskiego (1808)
  38. Julian Weinberg, Polacy w Rodzinie Sławian (1878)
  39. "Online Etymology Dictionary". etymonline.com. Archived from the original on 23 September 2017. نه اخيستل شوی 26 May 2017.
  40. Babik, Zbigniew (31 December 2015). "Pre-Slavic toponomastic layer of Northern Mazovia: corrections and addenda (the Narew drainage)". Linguistica. 55 (1): 29–46. doi:10.4312/linguistica.55.1.29-46. Archived from the original on 2 December 2017. نه اخيستل شوی 26 May 2017 – via revije.ff.uni-lj.si.
  41. Dobrosław Kobielski (1984). Widoki dawnej Warszawy (Views of Old Warsaw) (په پولينډي). Warsaw: Krajowa Agencja Wydawnicza. ISBN 83-03-00702-5.
  42. Davies, Norman (2005). God's Playground (2 ed.). Oxford University Press. ISBN 0-19-925339-0.
  43. "Mało czarujący koniec Piastów mazowieckich – Kwartalnik Przekrój". przekroj.pl. Archived from the original on 28 October 2020. نه اخيستل شوی 19 June 2020.
  44. "Fragment szaty książąt mazowieckich". Muzeum Warszawy. Archived from the original on 8 August 2020. نه اخيستل شوی 21 June 2020.
  45. Dobrosław Kobielski (1984). Widoki dawnej Warszawy (Views of Old Warsaw) (په پولينډي). Warsaw: Krajowa Agencja Wydawnicza. ISBN 83-03-00702-5.