Nothing Special   »   [go: up one dir, main page]

Jump to content

د نړيوال ناورين ګواښ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


د نړيوال ناورين ګواښ يوه فرضي راتلونکې پېښه ده، چې په نړيواله کچه د انسان ښه اوسېدل ويجاړولی او ان معاصرې ټولنې په ګواښ کې اچولی يا له منځه وړلی شي. يوه پېښه چې د انسان د له منځه وړنې سبب کېدلی شي يا په تلپاتې او ناڅاپي ډول د انسانيت بالقوه ځواک پرې کوي، د يو شته خطر په توګه پېژندل کېږي. [۱][۲][۳]

په تېرو دوولسيزو کې، یو شمېرعلمي او غير بې ګټې سازمانونه د نړيوال ناورين او شته ګواښونو د څېړلو او د بالقوه کمښت معيارونو د جوړولو په موخه رامنځته شوي دي.  [۴][۵][۶][۷]

پېژندنه او ډلبندي

[سمول]

د نړيوال ناورين د ګواښونو پېژندنه

[سمول]

د نړيوال ناورين ګواښ اصطلاح«يو روښانه پېژندنه نه لري» او په عمومي ډول هغه ګواښ ته ورګرځي، چې په نړيواله کچه د انسان د ښه والي په اړه د سخت زيان په اړه مبارزه کولی شي. [۸]

انسانيت په تېرو وختونو کې پراخ ناورينونه زغملي دي. ځيني يې د پام وړ زيان سبب شوي دي، مګر په دې برخه کې يوازې سيمه ييز وو. د بېلګې په ډول: تور مرګ (Black Death) کېدای شي د اروپايي نفوس د درې برخې مړينې کې اغېزه کړي وي، چې په هغه وخت کې د ټولې نړې ٪۱۰ نفوس و. ځينې يې نړيوال وو، مګر هغومره ګواښوونکي نه و، لکه: د ۱۹۱۸ ز انفلوانزا وبا چې د اټکل له مخې د نړۍ د نفوس له ٪۶-۳ يې ووژل. د نړۍ د ناورين ګواښونو زياتره به يې هغومره ګواښوونکي نه وي چې پر ځمکه باندې د ژوند ستره برخه ووژني، مګر ان که چېرې کوم يو ګواښ يې داسې هم وکړي؛ ايکوسيستم او انسانيت به يې بالاخره بېرته بشپړ کړي (د شته ګواښونو برعکس). [۹][۱۰][۱۱]

په ورته ډول ناورين: ګواښ او غبرګون (Catastrophe: Risk and Response) کې (Richard Posner) هغه پېښې سره بېلوي او ډله کوي، چې د سيمه ييزې يا محلي کچې په پرتله په نړيواله کچه نږدې بشپړه يا مطلقه ويجاړي راوړي. پوسنر دا ډول پېښې د لګښت ګټې (cost–benefit) ځمکو په اړه د ځانګړې پاملرنې وړ موضوع په توګه ځکه په نښه کوي، چې دوی په مستقيم يا نامستقيم ډول په ټوله کې د انساني نژاد ژوندي پاتې کېدنه په ګواښ يا خطر کې اچوي. [۱۲]

د شته ګواښونو پېژندنه

[سمول]

شته ګواښونه، د هغو ګواښونو په توګه پېژندل شوي دي چې د انسانيت د اوږد مهال ځواک ويجاړي ګواښي. د يوه شته ګواښ ناڅاپي والی (يو شته ناورين) به يا د انسان د بشپړې له منځه وړنې سبب شي يا د چارو په پياوړي ډول ټيټ حالت کې په سرچپه ډول بندېږي. شته ګواښونه د نړيوالو ناورينو د ګواښونو يوه فرعي ټولګه ده، چې ويجاړتيا په کې نه يوازې نړيواله ده، مګر وروستنۍ او تلپاتې ده (د بيا جوړېدو مخنيوی کوي او د همدې له امله اوسني او راتلونکي ټول نسلونه زيانمنوي). [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

نه وژونکي ګواښونه

[سمول]

په داسې حال کې چې نه وژنه يوه تر ټولو روښانه لاره ده، چې د انسانيت اوږد مهاله ځواک په کې ويجاړېدلی شي، د بېرته نه راګرځېدونکې له منځه تلنې او بېرته نه راګرځېدونکې dystopia په ګډون نور ګواښونه هم شته. د انساني تمدن د تلپاتې او بېرته نه ګرځېدنې له منځه تلنې کافي يو سخت ناورين به يو شته ناورين رامنځته کړي، ان که چېرې لږه وژنه رامنځته کړي. په ورته ډول که چېرې انسانيت تر يو ټولواک نظام لاندې ولوېږي او د بېرته راګرځېدلو هيڅ موکه نه وي، نو دا ډول dytopia به يو شته ناورين وي. Bryan Caplan ليکي چي: «کېدای شي د ټولواکۍ يو يايښت به د وژنې په پرتله ډېر بد وي. د (Nineteen Eighty-Four) ناول [نولس څلور اتيا] يوه بېلګه وړاندې کوي. يوه dystopian ننداره د تمدن د وژنې او بېرته نه راګرځېدونکې لوېدنې کليدي بڼې ګډوي، چې مخکې له ناورين نه انسانيت ورنه د ټاکنې لپاره د روښانه راتلونکو له پراخې لړۍ سره مخامخ شو او له ناورين نه وروسته انسانيت په يوه ډاروونکی حالت کې راایسار شو. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د ګواښ احتمالي سرچينې

[سمول]

د نړيوال ناورين احتمالي ګواښونه د انسان له امله پېښېدونکي ګواښوانه يعنې anthropogenic (ټکنالوژي، حکومت دارۍ، اقليم بدلون) ګواښونه او غير انساني يا طبيعي ګواښونه رانغاړي. په ټکنالوژيکي ګواښونو کې د ويجاړونکو مصنوعي استخباراتو او د (biotechnology) يا (nanotechnology) جوړول شاملېږي. نابسيا يا ناوړه نړيواله حکومت داري په ټولنيز او سياسي برخو کې ګواښونه جوړوي، لکه: د هستوي عامې وژنې، بايو ټروریزم چې په جنيټکي ډول بدل شوي ژوندي شيان کاروي، سايبري تروریزم چې کړکېچنه زېربنا، لکه برېښنايي شبکه له منځه وړي يا هم د يوې طبيعي وبا د اداره کولو پاتې راتلل. د ځمکې سيستم د حکومتولۍ په برخه کې ستونزې او ګواښونه د نوعو د وژنې، د سرچينې د ناعادلانه وېش له امله د وچکالۍ، د انسان د نفوسو زياتوالي، د حاصلاتو د کمښت او د نه دوام لرونکې کرنې په ګډون نړيواله تودوخه، چاپېريالي نابرابري او ټيټوالی رانغاړي. [۲۲]

د ناانساني ګواښونو بېلګې د اسماني جسمونو د اغېزې پېښه، د لوړ اور غورځوونکي خوټېدل، د وژونکي ګاما وړانګې چوېدل، د ځمکې مقناطيسي توپان چې برېښنايي توکي ويجاړوي، طبيعي اوږد مهاله د اقليم بدلون، (hostile extraterrestrial life) [د دښمنۍ باندينی ژوند] یا د اټکل وړ لمر چې د ځمکې رانغاړونکي يو (red giant star) [سور لوی ستوری] ته بدلېږي.

احتمال

[سمول]

طبيعي د انساني پر وړاندې

[سمول]

متخصصين په عمومي ډول هوکړه کوي چې د انسان له امله شته ګواښونه د طبيعي ګواښونو په پرتله يو څه زيات اټکلېدونکي دي. د ګواښ د دې ډولونو تر منځ يو کليدي توپير دا دی، چې ازمېښتي ثبوت د طبيعي ګواښ پر کچه باندې يو پورتنۍ بريد يا حد پر ځای کولی شي. انسانيت د لږ تر لږه ۲۰۰۰۰۰ کلونو لپاره شتون لرلی دی، چې په دې موده کې د طبيعي ګواښ د يوې نږدې ثابتې کچې په اړه يو فاعل يا موضوع ده. که چېرې طبيعي ګواښونه لوړ وی، نو دا به په لوړه توګه نااټکل شوی وی، چې انسانيت به دومره ژوندی نه وی پاتې شوی ،لکه اوس چې دی. د دې بحث د يوه رسمي کولو پر بنسټ، څېړونکي دې پايلې ته رسېدلي دي، چې موږ باوري اوسېدلی شو چې طبيعي ګواښ په کال کې په ۱۴۰۰۰ کې له يو نه ټيت دی (او په احتمالي توګه «په ۸۷۰۰۰ کې له يو نه لږ»). [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د ډاډمن طبيعي ګواښ د اټکل څېړلو په موخه يو بل ازمېښتي مېتود د جيولوژيکي ثبت يا ريکارډ پلټل دي. د بېلګې په ډول: يوه اسماني تېږه يا د اسماني تېږي د اغېزې پېښه (comet or asteroid impact event) په اندازه کې بس ده، چې د يوه اغېزناک ژمي سبب شي، چې له ۲۱۰۰ ز کال نه مخکې به په ميليون کې د يو اټکل شوي کچې انسان وژنې سبب شي. له دې ورهاخوا د پراخو سترو اورغورځوونکو خوټېدل کېدای شي د اورغورځوونکي ژمي (volcanic winter) سبب شي، چې د انسانيت ژوندي پاتې کېدنه په ګواښ کې اچولی شي. جيولوژيکي ثبت يا ريکارډ وړانديز کوي، چې د سترې اورغورځونکې خوټېدنې اټکل شوي دي چې د نږدې هرو ۵۰۰۰۰ کلونو پر منځنۍ کچې پېښ شي، که څه هم زياتره دا ډول خوټېدنې به کېدای شي، هغې اندازې ته ونه رسېږي، چې د انسان وژنې سبب شي. په روښانه ډول ستر اورغورځونکی Mt. Toba کېدای شي د خپلې وروستۍ خوټېدنې پر مهال انسانيت نږدې له منځه وړی وي. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

دا چې د انسان له امله ګواښ په اړوند ډول يوه وروستۍ ښکارنده ده، د انسانيت د ژوندي پاتې کېدنې څرک معلومونکی ثبت ورته ډاډ نه شي برابرولی. انسانيت د ذروي وسلو د رامنځته کېدلو راهيسې يوازې ۷۵ کلونه ژوندی پاتې شوی دی او د راتلونکو ټکنالوژيو لپاره په ټوله کې هيڅ څرک معلوموونکی ثبت يا ريکارډ نه شته. دې حالت مفکرينو، لکه :(Carl Sagan) ته لاره هواره کړې ده، چې دې پايلې ته ورسېږي چې انسانيت په اوسني ډول د خطر په وخت کې دی، چې دا په بې ساري ډول د انسان په تاريخ کې يوه ګواښوونکې دوره ده، چې د ګواښ په بې مخينې کچو پورې اړه لري او هغه وخته پيلېږي چې موږ د خپلو عملونو په واسطه په لومړي ځل د ګواښونو پام ځانته کړ. [۳۴][۳۵][۳۶]

د ګواښ اټکلونه

[سمول]

د عادي کتنې او موډلينګ محدوديتونو ته په پام سره د ماهر يا متخصص تر لاسه کول (استخراج) په تکراري ډول د احتمال اټکلونو د تر لاسه کولو پر ځای کارول کېږي. په ۲۰۰۸ ز کې د انسانيت انسټيټيوټ راتلونکي (Future of Humanity Institute) په کوربه توب يوه ناسته کې د متخصصينو يوې نارسمي سروې تر ۲۱۰۰ ز پورې د انساني وژنې ٪۱۹ ګواښ اټکل کړ، که څه هم د سروې محدوديتونو ته په پام سره دا پایلې په موټي کې د خروار په توګه بايد په پام کې ونيول شي. [۳۷]

سرچینې

[سمول]
  1. Bostrom, Nick (2008). Global Catastrophic Risks (PDF). Oxford University Press. p. 1.
  2. Ripple WJ, Wolf C, Newsome TM, Galetti M, Alamgir M, Crist E, Mahmoud MI, Laurance WF (November 13, 2017). "World Scientists' Warning to Humanity: A Second Notice". BioScience. 67 (12): 1026–1028. doi:10.1093/biosci/bix125.
  3. Bostrom, Nick (March 2002). "Existential Risks: Analyzing Human Extinction Scenarios and Related Hazards". Journal of Evolution and Technology. 9.
  4. "About FHI". Future of Humanity Institute (په انګليسي). نه اخيستل شوی August 12, 2021.
  5. "About us". Centre for the Study of Existential Risk. نه اخيستل شوی August 12, 2021.
  6. "The Future of Life Institute". Future of Life Institute. نه اخيستل شوی May 5, 2014.
  7. "Nuclear Threat Initiative". Nuclear Threat Initiative. نه اخيستل شوی June 5, 2015.
  8. Bostrom, Nick; Cirkovic, Milan (2008). Global Catastrophic Risks. Oxford: Oxford University Press. p. 1. ISBN 978-0-19-857050-9.
  9. Ziegler, Philip (2012). The Black Death. Faber and Faber. p. 397. ISBN 9780571287116.
  10. Muehlhauser, Luke (March 15, 2017). "How big a deal was the Industrial Revolution?". lukemuelhauser.com. نه اخيستل شوی August 3, 2020.
  11. Taubenberger, Jeffery; Morens, David (2006). "1918 Influenza: the Mother of All Pandemics". Emerging Infectious Diseases. 12 (1): 15–22. doi:10.1257/jep.24.2.163. PMC 3291398. PMID 16494711.
  12. Posner, Richard A. (2006). Catastrophe: Risk and Response. Oxford: Oxford University Press. ISBN 978-0195306477. Introduction, "What is Catastrophe?"
  13. Ord, Toby (2020). The Precipice: Existential Risk and the Future of Humanity. New York: Hachette. ISBN 9780316484916. This is an equivalent, though crisper statement of Nick Bostrom's definition: "An existential risk is one that threatens the premature extinction of Earth-originating intelligent life or the permanent and drastic destruction of its potential for desirable future development." Source: Bostrom, Nick (2013). "Existential Risk Prevention as Global Priority". Global Policy. 4:15-31.
  14. Cotton-Barratt, Owen; Ord, Toby (2015), Existential risk and existential hope: Definitions (PDF), Future of Humanity Institute – Technical Report #2015-1, pp. 1–4
  15. Bostrom, Nick (2009). "Astronomical Waste: The opportunity cost of delayed technological development". Utilitas. 15 (3): 308–314. CiteSeerX 10.1.1.429.2849. doi:10.1017/s0953820800004076. S2CID 15860897.
  16. Bostrom, Nick (2013). "Existential Risk Prevention as Global Priority" (PDF). Global Policy. 4 (1): 15–3. doi:10.1111/1758-5899.12002 – via Existential Risk.
  17. Ord, Toby (2020). The Precipice: Existential Risk and the Future of Humanity. New York: Hachette. ISBN 9780316484916.
  18. Bryan Caplan (2008). "The totalitarian threat". Global Catastrophic Risks, eds. Bostrom & Cirkovic (Oxford University Press): 504-519. ISBN 9780198570509
  19. Glover, Dennis (2017-06-01). "Did George Orwell secretly rewrite the end of Nineteen Eighty-Four as he lay dying?". The Sydney Morning Herald. نه اخيستل شوی 2021-11-21. Winston's creator, George Orwell, believed that freedom would eventually defeat the truth-twisting totalitarianism portrayed in Nineteen Eighty-Four.
  20. Orwell, George (1949). Nineteen Eighty-Four. A novel. London: Secker & Warburg. Archived from the original on 2012-05-04. نه اخيستل شوی 2022-02-04. {{cite book}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |تاريخ الوصول= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  21. Ord, Toby (2020). The Precipice: Existential Risk and the Future of Humanity. New York: Hachette. ISBN 9780316484916.
  22. Ripple WJ, Wolf C, Newsome TM, Galetti M, Alamgir M, Crist E, Mahmoud MI, Laurance WF (November 13, 2017). "World Scientists' Warning to Humanity: A Second Notice". BioScience. 67 (12): 1026–1028. doi:10.1093/biosci/bix125.
  23. Ord, Toby (2020). The Precipice: Existential Risk and the Future of Humanity. New York: Hachette. ISBN 9780316484916.
  24. Reese, Martin (2003). Our Final Hour: A Scientist's Warning: How Terror, Error, and Environmental Disaster Threaten Humankind's Future In This Century - On Earth and Beyond. Basic Books. ISBN 0-465-06863-4.
  25. Bostrom, Nick; Sandberg, Anders (2008). "Global Catastrophic Risks Survey" (PDF). FHI Technical Report #2008-1. Future of Humanity Institute.
  26. Snyder-Beattie, Andrew E.; Ord, Toby; Bonsall, Michael B. (July 30, 2019). "An upper bound for the background rate of human extinction". Scientific Reports (په انګليسي). 9 (1): 11054. Bibcode:2019NatSR...911054S. doi:10.1038/s41598-019-47540-7. ISSN 2045-2322. PMC 6667434. PMID 31363134.
  27. "Frequently Asked Questions". Existential Risk. Future of Humanity Institute. نه اخيستل شوی July 26, 2013. The great bulk of existential risk in the foreseeable future is anthropogenic; that is, arising from human activity.
  28. Snyder-Beattie, Andrew E.; Ord, Toby; Bonsall, Michael B. (July 30, 2019). "An upper bound for the background rate of human extinction". Scientific Reports (په انګليسي). 9 (1): 11054. Bibcode:2019NatSR...911054S. doi:10.1038/s41598-019-47540-7. ISSN 2045-2322. PMC 6667434. PMID 31363134.
  29. Ord, Toby (2020). The Precipice: Existential Risk and the Future of Humanity. New York: Hachette. ISBN 9780316484916.
  30. Matheny, Jason Gaverick (2007). "Reducing the Risk of Human Extinction" (PDF). Risk Analysis. 27 (5): 1335–1344. doi:10.1111/j.1539-6924.2007.00960.x. PMID 18076500. Archived from the original (PDF) on 2014-08-27. نه اخيستل شوی 2022-02-04.
  31. Asher, D.J.; Bailey, M.E.; Emel'yanenko, V.; Napier, W.M. (2005). "Earth in the cosmic shooting gallery" (PDF). The Observatory. 125: 319–322. Bibcode:2005Obs...125..319A. Archived from the original (PDF) on 2015-07-25. نه اخيستل شوی 2022-02-04.
  32. Rampino, M.R.; Ambrose, S.H. (2002). "Super eruptions as a threat to civilizations on Earth-like planets" (PDF). Icarus. 156 (2): 562–569. Bibcode:2002Icar..156..562R. doi:10.1006/icar.2001.6808. Archived from the original (PDF) on 2015-09-24. نه اخيستل شوی 2022-02-04.
  33. Yost, Chad L.; Jackson, Lily J.; Stone, Jeffery R.; Cohen, Andrew S. (March 1, 2018). "Subdecadal phytolith and charcoal records from Lake Malawi, East Africa imply minimal effects on human evolution from the ∼74 ka Toba supereruption". Journal of Human Evolution (په انګليسي). 116: 75–94. doi:10.1016/j.jhevol.2017.11.005. ISSN 0047-2484. PMID 29477183.
  34. Ord, Toby (2020). The Precipice: Existential Risk and the Future of Humanity. New York: Hachette. ISBN 9780316484916.
  35. Parfit, Derek (2011). On What Matters Vol. 2. Oxford University Press. p. 616. ISBN 9780199681044. We live during the hinge of history ... If we act wisely in the next few centuries, humanity will survive its most dangerous and decisive period.
  36. Sagan, Carl (1994). Pale Blue Dot. Random House. pp. 305–6. ISBN 0-679-43841-6. Some planetary civilizations see their way through, place limits on what may and what must not be done, and safely pass through the time of perils. Others are not so lucky or so prudent, perish.
  37. Rowe, Thomas; Beard, Simon (2018). "Probabilities, methodologies and the evidence base in existential risk assessments" (PDF). Working Paper, Centre for the Study of Existential Risk. نه اخيستل شوی August 26, 2018.