شهربانو
شهربانو، د امام سجاد(ع) مور. د مورخانو او محدثانو په راپور، شهربانو د اخري ساساني پاچا یزدګرد، لور وه چې ایران ته د اسلام له راتګه وروسته د امام حسین(ع) مېرمنه شوه او امام سجاد(ع) له هغې پېدا شو. البته د هغې د نوم، نسب، د وفات د وخت، مدینې ته د رسېدلو او له امام حسین(ع) سره د واده د څرنګوالي په باره کې د نظر اختلافونه موجود دي. د یو روایت له مخې چې دلائل الامامه (په دریمې قمري پېړۍ کې لیکل شوی) کې نقل شوی، هغه د عمر بن خطاب د پړاو په فتوحاتو کې اسیره او مدینې ته راوستل شوه او هلته له ازادۍ وروسته د امام حسین(ع) په نکاح کې راغله.
د تاریخي راپورونو له مخې شهربانو د امام سجاد(ع) د زوکړې په وخت له دنیا تللې ده سره له دې ویل شوي چې هغه د کربلا په پېښه کې موجوده وه او د امام حسین له شهادته وروسته ری ښار ته تللې او هلته په یو غره کې له سترګو پناه شوې ده. له دې امله ری ته نزدې واقع د بي بي شهربانو بقعه یا زیارت هغې ته منسوب دی. له کربلا ری ته د هغې د سفر کیسه د عاشورا له تحریفاتو ګڼل شوې ده. همداراز ځینو څېړونکو په ری کې هغې ته د منسوب زیارت انتساب رد کړی دی.
نسب
شهربانو د امام سجاد(ع) مور ده. د محمد هادي یوسفي غروي (زوکړه ۱۳۲۷ ق) په وینا مورخان[۱] د امام سجاد(ع) مور د دریم یزدګرد لور ګڼي خو د هغې په نوم کې اختلاف لري.[۲] همداراز د ابن شهر آشوب(وفات ۵۸۸ ق) په وینا د امام سجاد(ع) مور شهربانو د یزدګرد لور ده سره له دې د هغې نوم یې شاه زنان، جهان، سُلافه، خوله، برّه، مریم او فاطمه هم یاد کړی دی.[۳] په سرچینو کې د هغې نوم سلامه،[۴] شهرناز،[۵] حرار او غزّاله[۶] هم ذکر شوی دی. همداراز د پلار نوم یې سبحان[۷] او نوشجان[۸] هم یاد کړی دی. په یو نقل کې د امام سجاد(ع) مور د کابل یوه وینځه معرفي شوې ده.[۹]
د اهل سنت عالم جار الله زمخشري (وفات ۵۳۸ ق) په وینا اهل سنتو امام سجاد(ع) ته «ابنالخیَرَتَین» ویل ځکه چې مور یې د یزدګرد له نسله وه.[۱۰]
مدینې ته ورتګ او د امام حسین(ع) مېرمنتوب
مدینې ته د شهربانو د ورتګ او له امام حسین سره یې د واده په اړه څو نظرونه موجود دي:
- د حضرت علي(ع) په حکومت کې: د یو روایت له مخې چې په الاِرشاد،[۱۱] اِعلام الوَری،[۱۲] روضة الواعظین،[۱۳] تاج الموالید[۱۴] او کشف الغُمَّه[۱۵] کې نقل شوی دی، په ختیځ کې د امام علي(ع) چاروال د یزدګرد دوه لوڼه امام ته واستولې، امام علي(ع) شهربانو امام حسین(ع) او بله محمد بن ابي بکر ته وبخښله.
- د عمر بن خطاب په حکومت کې:[۱۶] د یو روایت له مخې چې په دلائل الامامة (لیکل شوی په دریمه قمري پېړۍ کې) کې نقل شوی، شهربانو وینځه وه، عمر بن خطاب غوښتل د یزدګرد لور خرڅه کړي؛ خو امام علي(ع) له پیغمبر اکرم(ص) څخه د دې روایت په اساس « د هر قوم د درنو خلکو درنښت وکړئ که څه هم له تاسو سره مخالفت وکړي» د دې مخه ونیوله. بیا یې له هغې خپله برخه د خدای په لاره کې ازاده کړه او له دې وروسته بني هاشمو او نورو مسلمانانو دغه کار وکړ. له دې امله هغه یې خپلې خوښې ته پرېښوده چې له یو کس سره واده وکړي او هغې امام حسین(ع) خوښ کړ او ورته واده شوه.[۱۷] د یو بل روایت له مخې چې په کافي کې راغلی، عمر بن خطاب غوښتل چې هغه د ځان لپاره واخلي؛ خو امام علي(ع) یې مخه ونیوله[۱۸] البته شیعه اندیال مرتضی مطهري(وفات ۱۳۵۸) د الکافي روایت معتبر نه دی ګڼلی؛ ځکه چې دوه راویان یې د رجالو له نظره د باور وړ نه دي.[۱۹]
- د عثمان په خلافت کې: د یو روایت له مخې چې په عیون اخبار الرضا کې ذکر شوی، دا کیسه د عثمان د خلافت په زمانه کې شوې او عثمان بن عفان هغه امام حسین(ع) ته بخښلې ده[۲۰] محمد هادي یوسفي غروي (زوکړه ۱۳۲۷ لمریز) په کتاب الموسوعه التاریخ الاسلامي کې هم همدا نقل منلی دی.[۲۱]
شکونه
د اسلام او ایران متقابل خدمات نومۍ کتاب کې د مرتضی مطهري په وینا، له امام حسین(ع) سره د شهربانو واده، د تاریخي مدارکو له نظره مشکوک دی او ځینو څېړاندو پکې شک څرګند کړی او کیسه یې جعلي ګڼلې ده.[۲۲] سید جعفر شهیدي (وفات ۱۳۸۶ لمریز) په زندګاني علی ابن حسین(ع) نومې کتاب کې، د بني هاشمو په نزد په دوهمه پېړۍ کې د بي بي شهربانو ناپېژندوالی د دغه شک له شواهدو ګڼلی دی. هغه د دغه ادعا د اثبات لپاره، په تاریخي راپور استناد کړی دی. د دغه راپور په اساس عباسي خلیفه منصور دوانیقي (حکومت: ۱۳۶-۱۵۸ق) په نفس زکیه د مشهور محمد بن عبدالله د لیک په ځواب کې چې د خپلې کورنۍ فضیلت یې بیان کړی و، د امام سجاد(ع) مور ام ولد (وینځه) ګڼلې ده.[۲۳] د سید جعفر شهیدي په وینا، هغه د اُمُّوَلَد ټکی د نفس زکیه د سپکاوي لپاره ذکر کړی دی او که د شهربانو کیسه رښتیا وای نو منصور به دغه تعبیر او ټکی نه کاروه او که دروغ یې لیکلی وای، نفس زکیه به یې ځواب ورکړی و چې د امام سجاد(ع) مور وینځه نه وه.[۲۴]
وفات
د ځینو مورخانو په وینا، د امام سجاد(ع) مور د هغه د زوکړې په وخت له دنیا تللې ده[۲۵] د هغې له وفاته وروسته، وشیکه د امام سجاد(ع) دایه شوه له دې امله امام هغې ته د مور خطاب کاوه.[۲۶] د مورخ علي بن حسین مسعودي (وفات ۳۴۶ ق) په وینا، کله چې امام لوی شو وشیکه یې خپل مریي ته واده کړه. له همدې امله بني امیه و به امام ملامتاوه او ویل به یې: علي بن حسین خپله مور خپل غلام ته واده کړې ده.[۲۷] سره له دې، په الطبقات الکبری کتاب (لیکل شوی په دریمه قمري پېړۍ کې) نقل شوي چې شهربانو د امام حسین(ع) وروسته د امام له غلام زُبید سره واده وکړ او د هغه لپاره یې د عبدالله په نوم یو بچی پېدا کړ.[۲۸] همداراز راپور راغلی چې شهربانو د کربلا پېښې وروسته ایران ته لاړه او ری ته نزدې په یو غره کې ورکه شوه[۲۹] له دې امله د هغې په اړه تعزیې لوستل کیږي.[۳۰] شیعه مورخ محدث نوري (وفات۱۳۲۰ق) دا مساله د عاشورا له تحریفاتو ګڼلې ده.[۳۱] همداراز د شیعه کتاب پېژاندي آقا بزرګ تهراني (وفات ۱۳۸۹ق) په وینا دا خیالي کیسه ده چې په منشور مبارک کتاب کې (امام علي(ع) ته د طبرستان د پاچاهانو د نسبت په باره کې په جعلي رساله کې) راغلې ده.[۳۲]
د بي بي شهربانو بقعه یا زیارت چې ری ته نزدې دی په شهربانو پورې منسوب دی.[۳۳] البته هغې ته د دغه زیارت منسوبول د ځینو لیکوالانو لخوا رد شوې دي.[۳۴]
د آرتور دو ګوبینو نظریه
د مرتضی مطهري (وفات ۱۳۵۸لمریز) په وینا فرانسوی ختیځ پېژاند آرتور دو ګوبینو (وفات ۱۸۸۲ م) په «د مرکزي اسیا ادیان او فلسفه»کتاب کې د ساساني پاچاهانو د اسماني او الهي اړخ په باره کې د ایرانیانو پخوانۍ عقیدې، د امامت او عصمت په باره کې د شیعه عقایدو اصلي جرړه ګڼلې او له شهربانو سره د امام حسین(ع) واده یې په شیعیانو کې د دغه ایرانۍ عقیدې د سرایت او دودېدو لامل ګڼلی دی. ایډورډ براون هم د ګوبینو نظریه تایید کړې ده.[۳۵] البته مطهري دغه ادعا ته اوه ځوابه ورکړي او هغه یې بې بنیاده ګڼلې ده.[۳۶] منجمله دا چې که دغه ادعا صحیح وه، باید د شیعیانو لومړی امام ایرانی وی. همداراز اکثره ایرانیان چې شیعه شوي، د تشیع مذهب یې خپلاوه؛ خو نه لومړي شیعیان (بې له سلمان فارسي) ایراني وو او نه مسلمان شوې ایرانیان شیعه. بلکې د صفویانو تر دورې پورې اکثره ایراني توکه عالمان سني مذهبه وو.[۳۷]
اړونده څېړنه
فوټ نوټ
- ↑ مثال په توګه وګورئ: یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۲۴۷؛ قمی، تاریخ قم، ۱۳۶۱ش، ص۱۹۶؛ بغدادی، تاریخ اهل البیت، ۱۴۱۰ق، ص۱۲۱؛ تاریخ خلیفة، ص۲۴۰.
- ↑ یوسفی غروی، «حول السیدة شهربانو»، ص۷.
- ↑ ابنشهرآشوب، المناقب، ۱۳۷۹ق، ج۴، ص۱۷۶.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۶۷؛ ابنکثیر، البدایه و النهایه، ۱۴۰۷ق، ج۹، ص۱۰۴؛ قمی، تاریخ قم، ۱۳۶۱ش، ص۱۹۷.
- ↑ مجمل التواریخ و القصص، تهران، ص۴۵۶.
- ↑ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۲۴۷.
- ↑ مجمل التواریخ و القصص، تهران، ص۴۵۶.
- ↑ اربلی، کشف الغمة، ۱۳۸۱ق، ج۲، ص۱۰۵.
- ↑ وګورئ: یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۳۰۳.
- ↑ زمخشری، ربیع الابرار، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات، ج۱، ص۳۳۴.
- ↑ شیخ مفید، الارشاد، ۱۴۱۳ق، ج۱، ص۱۳۷.
- ↑ طبرسی، اعلام الوری، ۱۳۹۰ق، ج۱، ص۴۸۰.
- ↑ فتال نیشابوری، روضة الواعظین، ۱۳۷۵ش، ج۱، ص۲۰۱.
- ↑ طبرسی، تاج الموالید، ۱۴۲۲ق، ص۸۹.
- ↑ اربلی، کشف الغمة، ۱۳۸۱ق، ج۲، ص۸۳.
- ↑ مسعودی، اثبات الوصیه، ۱۴۲۶ق، ص۱۷۰؛ یعقوبی، تاریخ الیعقوبی، دار صادر، ج۲، ص۳۰۳.
- ↑ طبری، دلائل الامامه، ۱۴۱۳ق، ص۱۹۴-۱۹۶.
- ↑ کلینی، الکافی، ۱۴۰۷ق، ج۱، ص۴۶۷.
- ↑ مطهری، خدمات متقابل اسلام و ایران، صدرا، ص۱۱۷.
- ↑ صدوق، عیون اخبار الرضا، ۱۳۷۸ق، ج۲، ص۱۲۸، ح۶.
- ↑ یوسفی غروی، الموسوعة التاریخ الاسلامی، ۱۴۱۷ق، ج۶، ص۳۵۷ و ۶۵۲
- ↑ مطهری، خدمات متقابل اسلام و ایران، صدرا، ص۱۱۶-۱۱۷.
- ↑ بلاذری، انساب الاشراف، ۱۳۹۷ق، ج۳، ص۱۰۱.
- ↑ شهیدی، زندگانی علی بن الحسین، ۱۳۶۵ش، ص۲۴.
- ↑ مسعودی، اثبات الوصیه، ۱۴۲۶ق، ص۱۷۰.
- ↑ ابنداود حلی، الرجال، ۱۳۴۲ش، ص۳۷۲.
- ↑ مسعودی، اثبات الوصیة، ۱۴۲۶ق، ص۱۷۰.
- ↑ ابنسعد، الطبقات الکبری، ۱۴۱۰ق، ج۵، ص۱۶۳.
- ↑ شهیدی، زندگی علی بن حسین، ص۲۷.
- ↑ «متن تعزیهنامه شهربانو»، ص۷۵.
- ↑ محدث نوری، لؤلؤ و مرجان، ۱۳۸۸ش، ص۲۵۳.
- ↑ آقابزرگ تهرانی، الذریعه، ۱۴۰۸ق، ج۲۳، ص۴۶.
- ↑ وګورئ: کریمان، طهران در گذشته و حال، انتشارات دانشگاه ملی ایران، ص۲۵.
- ↑ کریمان، طهران در گذشته و حال، انتشارات دانشگاه ملی ایران، ص۲۷.
- ↑ مطهری، خدمات متقابل اسلام و ایران، صدرا، ص۱۰۸.
- ↑ مطهری، خدمات متقابل اسلام و ایران، صدرا، ص۱۰۹-۱۱۹.
- ↑ مطهری، خدمات متقابل اسلام و ایران، صدرا، ص۱۱۸.
سرچينې
- آقابزرگ تهرانی، محمدمحسن، الذریعة الی تصانیف الشیعه، قم، اسماعیلیان، تهران کتابخانه اسلامیه، ۱۴۰۸ق.
- ابنداود حلی، حسن بن علی، الرجال، تحقیق محمدصادق بحرالعلوم، دانشگاه تهران، تهران، ۱۳۴۲ش.
- ابنسعد، محمد بن سعد، الطبقات الکبری، تحقیق محمد عبدالقادر عطا، بیروت، دار الکتب العلمیة، ۱۴۱۰ق/۱۹۹۰م.
- ابنشهرآشوب، محمد بن علی، مناقب آل ابیطالب، قم، ۱۳۷۹ق.
- ابنکثیر، اسماعیل بن عمر، البدایة و النهایة،، بیروت، دارالفکر، ۱۴۰۷ق/۱۹۸۶م.
- اربلی، علی بن عیسی، کشف الغمة فی معرفة الأئمة، تبریز، بنیهاشمی، ۱۳۸۱ق.
- بغدادی، محمد بن احمد، تاریخ اهل البیت نقلا عن الائمة علیهم السلام، قم، آلالبیت، ۱۴۱۰ق.
- بلاذری، احمد بن یحیی، انساب الاشراف(ج۳)، تحقیق محمدباقر محمودی، بیروت، دارالتعارف للمطبوعات، ۱۳۹۷ق/۱۹۷۷م.
- زمخشری، محمود بن عمر، ربیع الابرار و نصوص الاخبار، مؤسسة الاعلمی للمطبوعات.
- شریعتی، علی، تشیع علوی و تشیع صفوی، تهران، چاپخش، ۱۳۷۷ش.
- شهیدی، سید جعفر، زندگانی علی بن الحسین، تهران، دفتر نشر فرهنگ، ۱۳۶۵ش.
- صدوق، محمد بن علی، عیون اخبار الرضا، تصحیح مهدی لاجوردی، تهران، نشر جهان، ۱۳۷۸ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، إعلام الوری بأعلام الهدی، تهران، اسلامیه، چاپ سوم، ۱۳۹۰ق.
- طبرسی، فضل بن حسن، تاج الموالید، بیروت، دار القاری، ۱۴۲۲ق.
- طبری آملی، محمد بن جریر، دلائل الإمامة، بعثت، قم، ۱۴۱۳ق.
- فتال نیشابوری، محمد بن احمد، روضة الواعظین و بصیرة المتعظین، قم، انتشارات رضی، ۱۳۷۵ش.
- قمی، حسن بن محمد بن حسن، تاریخ قم، ترجمه حسن بن علی بن حسن عبدالملک قمی، تحقیق سید جلالالدین تهرانی، تهران، انتشارات توس، ۱۳۶۱ش.
- کریمان، حسین، طهران در گذشته و حال، انتشارات دانشگاه ملی ایران، بیتا.
- کلینی، محمد بن یعقوب، الکافی، تهران، دار الکتب الاسلامیه، چاپ چهارم، ۱۴۰۷ق.
- «متن تعزیهنامه شهربانو، آرش، شماره۳، اردیبهشت ۱۳۴۱ش.
- مجمل التواریخ و القصص، تحقیق ملک الشعراء بهار، تهران، کلاله خاور، بیتا.
- مسعودی، علی بن حسین، اثبات الوصیه للامام علی بن ابیطالب، قم، انصاریان، چاپ سوم، ۱۴۲۶ق.
- مطهری، مرتضی، خدمات متقابل اسلام و ایران، مرتضی مطهری، تهران، نشر صدرا، چاپ هشتم، بیتا.
- مفید، محمد بن محمد، الإرشاد فی معرفة حجج الله علی العباد، قم، کنگره شیخ مفید، ۱۴۱۳ق.
- نوری، میرزاحسین، لؤلؤ و مرجان در شرط پله اول و دوم روضهخوانان، آفاق، تهران، ۱۳۸۸ش.
- یعقوبی، احمد بن ابییعقوب، تاریخ الیعقوبی، بیروت، دار صادر، بیتا.
- یوسفی غروی، محمدهادی، «حول السیدة شهربانو»، رسالة الحسین(ع)، سال اوّل، شماره دوم، ربیع الاول ۱۴۱۲ق.
- یوسفی غروی، محمدهادی، موسوعة التاریخ الإسلامی، مجمع اندیشه اسلامی، قم، ۱۴۱۷ق.